کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل/ د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشر د ستانکزي نظر تایید کړ

7 میزان 1401 ساعت 11:56

د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله ایاز ویلي دي چې د تعلیم په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي نظر تاییدولی شي.


آوا - کابل: ایاز پرون په کراچۍ کې وویل، چې اغیزمنه زده کړه لازمي ده او د ده په وینا علما د ګټورو زده کړو زده کړه عبادت ګڼي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ په کابل کې د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت د دوو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ اختلاف څرګند شو.
 
ستانکزي وويل، چې هېڅوک داسې دليل نه لري، چې ووايي د ښځو لپاره لوړې زده کړې لازمي نه دي.
 
خو د اسلامي امارت د ښو او بدو د مخنیوي وزارت سرپرست خالد حنفي وايي، چې زده کړه یو روا کار دی او کله چې د حلال او امیر تر منځ شخړه وي، د امیر حکم پرې واجب دی.
 


د مطلب کود: 259156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259156/د-نجونو-ښوونځیو-بیا-پرانستل-پاکستان-اسلامي-نظریاتي-شورا-مشر-ستانکزي-نظر-تایید-کړ

آوا
  https://www.avapress.com