دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 259157
ستانکزی: اسلام اباد له پاکستانه افغانستان ته د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د تېرېدو په بدل کې پیسې اخلي
داسلام اباد دبهرنيو چارو مرستيال وزير عباس ستانکزى وايي چې اسلام اباد دامريکا بې پيلوټه الوتکو ته دپاکستان په اسمان کې الوتنې او دافغانستان فضائي حدودو ته دننوتلو په بدل کې مليونونه ډالر ترلاسه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: شیر محمد عباس ستانکزي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې اسلام اباد به د دې موافقې په بدل کې چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان پر اسمان الوتنې کوي او د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي، میلیونونه ډالره مرسته ترلاسه کوي.
 
هغه زیاته کړه چې هغه داسې ویډیوګانې لري چې ښيي امریکايي بې پیلوټه الوتکې له کوم ځای څخه الوتلې او له کومې لارې افغانستان ته ننوتي.
 
ستانکزي په وروستیو میاشتو کې د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره د دغه هېواد چارواکو ته وویل چې له اوسني اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره باید بله لاره ولټوي، نه دا چې امریکا ته د خپل هوايي حریم په ورکولو سره له دغه هېواده پیسې ترلاسه کړي.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي وو چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه کوي، چې پاکستاني چارواکو رد کړې وه.
 
https://avapress.com/vdceno8wfjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته