دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 259159
محمد نبي د شل اوریزو نړیوالو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل د نړۍ د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
افغان غږ خبری آژانس: محمد نبي عیسی خیل اوس هم د کرکټ په یو ورځنیو سیالیو کې د غوره لوبغاړو د نوملړ په سر کې دی.
 
د هېواد د کرکټ دغه ملي لوبغاړی په یو ورځنیو سیالیو کې د کرکټ د غوره لوبغاړو په تازه درجه بندۍ کې چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا اعلان شوې، په لومړي مقام کې دی.
 
په کرکټ کې، آل راونډر هغه لوبغاړي ته ویل کیږي چې دواړه (توپ وهونه او توپ اچونه) کوي.
 
د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شکیب الحسن او د انګلستان ملي لوبډلې لوبغاړی معین علي په ترتیب سره دویم او دریم ځای لري.
 
همدارنګه نبي په ۲۰ اوریزه لوبو کې د ۳۰۱ نمرو په لرلو سره د غوره الراونډر په توګه ځای لري.
 
باید وویل شي، چې په دې درجه بندۍ کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی او د نړۍ تر ټولو غوره توپ وهونکی راشد خان ارمان د ۲۵۳ نمرو په لرلو سره د ۲۰ اوریزو سیالیو په شپږم مقام کې دی.
 
باید وویل شي چې اوسمهال راشد خان او مجیب الرحمن په ترتیب سره د غوره توپ وهونکو په دوهمه درجه کې دي.
 
https://avapress.com/vdcgny9xyak9nq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته