کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په زیاتیدو د ایران اندیښنه

7 میزان 1401 ساعت 13:22

په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازي مرستیال د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او دا یې د سیمې امنیت ته ګواښ وباله.


آوا: په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازې مرستیاله زهرا ارشادي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وکړې.
 
مېرمن ارشادي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو رامنځته کېدل د اندېښنې وړ وبلل.
 
زهرا ارشادي همدا راز ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره خپل مکلفیتونه پوره کړي.
 
د دغه ایراني چارواکي په وینا، یوازې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت جوړول د ټولو افغانانو حقونه تضمینولی شي.
 
په ملګروملتونو کښې د ایران د دایمي استازی مرستیال په داسې حال کښې په افغانستان کښې چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو په رامینځته کیدو اندیښنه لري د پاکستان لومړي وزیر او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له زیاتیدو اندیښنه څرګنده کړې ده.
 


د مطلب کود: 259165

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259165/په-افغانستان-کې-د-ترهګرو-ډلو-فعالیت-زیاتیدو-ایران-اندیښنه

آوا
  https://www.avapress.com