دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 259171
په پکتيا کې د مڼو په حاصلاتو کې زياتوالی؛ بڼوال د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي
په پکتيا کې سږ کال د مڼو حاصلات د تېر کال په پرتله زيات شوي، چې يو شمېر بڼوال يې د مناسب بازار له نشتوالي شکايت کوي.
افغان غږ خبری آژانس: سږ کال په پکتیا کې ۳۳ زره ټنه مڼې حاصل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
يو بڼوال محمد الله وويل: "که چېرې يو سړه پلورنځي و او دا يې هلته ساتل، نو موږ به يې په خپله خوښه بازار ته پلورو."
 
يو بل بڼوال محمد کريم وايي: "هغوی بايد زموږ لپاره د ميوو د بيې د ټيټوالي په صورت کې د سړو خونو بندوبست وکړي، څو د يو څه وخت لپاره يې زيرمه کړو."
 
هر اووه کیلو مڼې هر کال له ۱۸۰ تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کېدې. خو سږ کال له ۶۰ تر ۹۰ افغانیو پلورل کېږي.
 
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مشر حسيب الله ګرديزي وويل: "پخوا به ټول پاکستان ته صادرېدل، اوس پاکستان هېواد تعرفه لوړه کړې او ماليه يې په هر ټن کې ٦٢ زره کلداره ده، پرته له ترانسپورتي لګښت."
 
په ورته وخت کې د پکتيا ځايي چارواکي له باغ لرونکو سره ژمنه کوي چې د دوی ستونزو ته به پاملرنه کوي.
 
د پکتيا د کرنې رياست د کرنې رييس مومند خروټي وويل: "هغه کسان چې سړې خونې لري او نه يې کاروي، بايد يوه سوداګر ته يې ورکړي، څو هلته مڼې ذخیره کړي."
 
اوس د مڼو د راټولولو وخت دی؛ خو د مڼو پېرودونکي لږ دي، باغ لرونکي وايي، مجبور دي چې خپل حاصلات په ټيټه بيه وپلوري
https://avapress.com/vdca0onu649nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته