کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له کابل ښار څخه څه باندې ۹ زره سوالګرو راټولول شوي

7 میزان 1401 ساعت 15:14

د اقتصاد وزارت د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سوالګرو د راټولولو کمېټه وايي، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو یې ۹۴۴۷ سوالګر راټول کړي دي.


آوا - کابل: نن پنجشنبه (۷ میزان) د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د سوالګرو د راټولولو کمیټه جوړه شوه. د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د روان میاشت تر شپږمې نیټې پورې یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۹۴۴۷ سوالګر راټول کړي دي.
 
په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې په راټولو شويو سوالګرو کې ۶۴۹۵ تنه ښځې دي چې د شمېر له ارزونې وروسته ۲۱۰ تنه د شرايطو برابر او ۴۳۹۵ تنه يې د مسلکي سوالګرو په توګه پېژندل شوي دي.
 
دغه راز د سوالګرو د راټولولو کمېټه وايي، په راټولو شویو سوالګرو کې ۷۷۶ تنه وو، چې د شمېر له ارزونې وروسته ۲۷۰ تنه مستحق او ۵۰۶ تنه یې د مسلکي سوالګرو په توګه وپېژندل شول.
 
اعلامیه زیاتوي، چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۲۱۷۶ ماشومان دي، چې ۱۱۸۹ یې حقداران او ۹۳۷ یې مسلکي سوالګر دي.
 
دغه راز ۵۰ تنه یتیم ماشومان هم له بایومتریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنیز مرکزونو ته استول کیږي.
 
د سوالګرو د راټولولو کمیټه وایي، په دغو مرکزونو کې د یتیمانو ماشومانو ته د خوراکي توکو ترڅنګ د زده کړو زمینه هم برابریږي او د افغانستان اسلامي امارت له مستحقو سوالګرو سره دایمي نغدي مرستې کوي.
 
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د ملا هبت الله اخندزاده په امر د سوالګرو د راټولولو په موخه یوه کمیټه جوړه کړې چې له ښارونو څخه د سوالګرو ټولولو دنده په غاړه لري.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته فقر او بې روزګاري ډېره شوې ده.
 


د مطلب کود: 259181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259181/له-کابل-ښار-څخه-څه-باندې-۹-زره-سوالګرو-راټولول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com