دخپریدو نیټه :جمعه ۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 259198
د "کاج" په ښوونیز مرکز ځانمرګي برید کې لسګونه زده کوونکي شهیدان او ټپیان شوي دي
د "کاج" په ښوونیز مرکز کې د دې خونړۍ پېښې په اړه د جمعې په سهار (۸ میزان) خپاره شوي انځورونه ښيي چې په دغه ځانمرګي برید کې لسګونه نارینه او ښځینه زده کوونکي شهیدان او ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند هم تایید کړې، چې دغه برید ځانمرګی و.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: عیني شاهدان وايي، چې د جمعې په ورځ (د میزان ۸ مه) سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې یو ځانمرګی بریدګر د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د کاج ښوونیز مرکز د ازموینو د چمتووالي یوه ټولګي ته ننوت. او ځان ته یی چاودنه ورکړه او په لسګونه نارينه او ښځينه زده کوونکي شهيدان او ټپيان کړل.
 
د دوی د څرګندونو پر بنسټ؛ ځانمرګي بریدګر لومړی د دغه ښوونیز مرکز ساتونکی په مرمۍ وویشت او بیا یې هغه ټولګي ته لاره پیدا کړه چې د کانکور ازموینه په کې روانه وه.
 
هغه زده کوونکي چې له چاودنې ژوندي پاتې شوي وايي، چې ډېری قربانيان يې ښځينه زده کوونکي دي، ځکه د دې ټولګي په لومړيو کتارونو کې ښځې ناستې وې.
 
په ورته وخت کې هغه انځورونه چې د کابل د وطن او جناح روغتونونو څخه خپاره شوي، د تلفاتو لوړه کچه ښيي.
 
عيني شاهدان هم د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وايي، سره له دې چې د ځانمرګي له پېښې دوه ساعته تېرېږي؛ خو د امبولانسونو له لارې د ټپيانو د لېږد لړۍ لا پای ته نه ده رسېدلې، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره معلومه نه ده.
 
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د پیښې ځای تړلی او په ځای کې یې رسنیو ته د حضور اجازه نه ده ورکړې.
 
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنفي تکور په یوه ټویټ کې دا چاودنه "ځانمرګي" بللې او ویلي یې دي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.
 
تکور په ډاګه کړه، چې پر ملکي وګړو برید د دښمن غیر انساني ظلم او همدارنګه د اخلاقي معیارونو نشتوالی په ګوته کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د "کاج" ښوونيز مرکز د پلازمېنې د ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند د دشت برچي د انځورګرۍ په کوڅه کې موقعيت لري، چې تر دې وړاندې يې په ٢٠١٧ زېږديز کال کې د موعود په نوم فعاليت کاوه. په ۲۰۱۷ کال کې پر دغه تعلیمي مرکز د یوه خونړي ځانمرګي برید هدف و.
https://avapress.com/vdcjhhe8ouqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته