دخپریدو نیټه :جمعه ۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 259201
اوچا: په افغانستان کې له دوه میلیونو څخه زیات خلک د طبیعي پیښو له امله اغیزمن شوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په وروستیو څو میاشتو کې څه باندې دوه میلیونه او ۲۳ زره کسان د طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو له امله زیانمن شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې سېلابونو او زلزلې څه باندې دوه میلیونه او ۲۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.
 
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د جون په مياشت کې د پکتيکا او خوست د زلزلو له امله له ٨٥٠٠٠ څخه زيات کسان سخت اغېزمن شوي، په داسې حال کې چې په جولاى او اګست مياشتو کې د هېواد په سوېل او ختيځو سيمو کې له ٧٨٨٠٠ څخه زيات کسان د سختو سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.
 
اوچا په یوه راپور کې وویل: "ډیری کورنیو د طبیعي پیښو له امله اغیزمن شوي خپل کورونه، شتمنۍ او څاروي له لاسه ورکړي، او بې وزله کورنۍ احتمال لري چې بیړنیو بشري خوراکي مرستو ته اړتیا ولري."
 
سېلابونو نه يوازې د استوګنې کورونه زيانمن کړي، بلکې کروندګرو ته يې ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي. ځکه چې د دوی محصول د سیلاب له امله زیانمن شوی.
 
اوچا په یوه مخکني راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې تر ۲۴ میلیونه ډېر خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
https://avapress.com/vdce7o8wzjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته