دخپریدو نیټه :جمعه ۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 259214
د ایران سفارت د کابل په لویدیځ کې تروریستي برید غندلی دی
په کابل کې د ایران سفارت د دشت برچي په سیمه کې د کاج په ښوونیز مرکز د نن سهار تروریستي برید چې په پایله کې یې یو شمېر زده کوونکي شهیدان او ټپیان شول، په کلکه وغندله او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: د ایران جمهوریت سفارت د کابل په لویدیځ کې د هغه خونړۍ او تروریستي پېښې په اړه چې په پایله کې د یو شمیر بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د افغان ښوونځیو د زده کوونکو او نجونو شهید کیدل او ټپي کیدل په کلکه غندلی او د پیښې له ژوندي پاتې شویو کسانو سره خپله خواخوږي څرګند کړی.
 
 
 
نافع ټکور; د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نن سهار د کابل په لویدیځ کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ۱۹ تنه شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
 
 
 
چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه.
https://avapress.com/vdciz3ar5t1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته