دخپریدو نیټه :جمعه ۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 259216
د کابل په لویدیځ کې د کاج پر تعلیمي مرکز د خونړي تروریستي برید په اړه غبرګونونه
د کابل په لوېديځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز باندی د نن سهار تروريستي بريد چې له امله يې لسګونه زده کوونکي شهيدان او ټپيان شول، په ملي او نړيواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د کاج په ښوونیز مرکز باندې نن سهار ځانمرګی برید ګڼ غبرګونونه راپارولی دی.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۴۶ تنه محصلین شهیدان او ټپیان شول، په کلکه غندلی او هغه یې «لوی وحشت» بللی دی.
 
له دغه ترهګریز برید څو ساعته وروسته یې په ټوېټر ولیکل: اسلامي امارت د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د کج په تعلیمي مرکز برید په کلکه غندي.
 
مجاهد ژمنه وکړه چې د دغه برید د عاملینو د موندلو او مجازاتو لپاره به جدي اقدامات ترسره کړي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) هم د کابل په لویدیځ کې د کج پر ښوونیز مرکز نننی برید غندلی دی.
 
یوناما ویلي چې د افغانستان امنیت مخ په خرابېدو دی او د نن ورځې په وحشیانه برید کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
 
په کابل کې د ایران سفارت هم د کاج پر ښوونیز مرکز برید په کلکه غندلی او هغه یې جنایتکارانه او ترهګریز بللی دی.
 
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي یاد شوی تروریستي برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کار بللی دی.
 
کرزي دغه بشري ضد جنایت د هېواد د پرمختګ د دښمنانو ښکاره دسیسه وبلله او د افغانستان د آبادۍ او روښانه راتلونکي لپاره یې زموږ د ګرانو ځوانانو له هوډ څخه د هغوی د وېرې څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه: د بهرنیانو له دسیسو څخه د هیواد د ژغورلو لاره دا ده چې په شعوري ډول ورسره معامله وشي او د هر څه پیاوړي کول ملي وحدت او یووالی دی.
 
په تېر حکومت کې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی دی.
 
ښاغلي عبدالله دغه پېښه یو "ترهګریز برید" وباله او دا یې د "سولې او پرمختګ د دښمنانو کار" وباله.
 
په افغانستان کې د جرمني سفارت د کابل په لوېديځ کې د نن ورځې د بريد په غبرګون کې وايي چې د محصلينو او تنکيو ځوانانو وژل يو ناوړه عمل او د ديني اصولو او بشري حقونو خلاف عمل دى.
 
دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف، د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د نن سهار تروریستي برید په سختو ټکو غندلی دی.
 
په ټولنیزو شبکو کې د دغه برید په اړه د هېواد اوسېدونکو هم غبرګون ښودلی دی.
 
د ناصر بقا په نامه یوه تبعه پر ټویټر لیکلي: دا برید ښيي چې د سیمې او نړۍ استخبارات په افغانستان کې ژورې ریښې لري او لا هم له افغانانو قرباني روانه ده.
 
یو بل تبعه بشیر موسوي هم لیکلي: "د دې ډول بریدونو مخه باید ونیول شي او د ترهګرو او نورو ډلو صفونه باید جلا شي."
 
ځينو هم دغه خونړۍ پېښه چې زياتره يې ځوانې محصلې دي په ايران کې د مهسا اميني له مړينې سره پرتله کړې او د دغو دوو پېښو په وړاندې يې د لويديځوالو او مشهورو شخصيتونو پر دوه مخۍ نيوکې وکړې.
 
نافع ټکور; د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نن سهار د کابل په لویدیځ کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ۱۹ تنه شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
 
خو يو شمېر عيني شاهدان بيا وايي، چې د دې چاودنې مرګ ژوبله له هغه څه ډېره ده، چې په رسمي توګه يې اعلان کړى دى.
 
چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه.
https://avapress.com/vdca6onui49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته