دخپریدو نیټه :جمعه ۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 259217
ایران د کابل د چاودنې له قربانیانو سره د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړ
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د اسلامي امارت چارواکو ته په ټیلیفوني خبرو کې د کابل په لویدیځ کې د نننۍ چاودنې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی اعلان کړی چې هېواد یې د کابل د نننۍ چاودنې له قربانیانو سره مرستې ته چمتو دی.
 
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په ټیلیفوني اړیکه کې د کابل د نننۍ چاودنې له قربانیانو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
 
تر دې مخکې په افغانستان کې د ایران سفارت د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز ترهګریز برید غندلی او هغه یې یو ترهګریز برید بللی و.
 
په کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي دي: د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د کابل په لویدیځ کې هغه وحشیانه او تروریستي پیښه په کلکه غندي چې په پایله کې یې یو شمیر بې ګناه خلک شهیدان او ټپیان شول.
 
نافع ټکور; د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نن سهار د کابل په لویدیځ کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ۱۹ تنه شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
 
خو يو شمېر عيني شاهدان بيا وايي، چې د دې چاودنې مرګ ژوبله له هغه څه ډېره ده، چې په رسمي توګه يې اعلان کړى دى.
 
چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه.
https://avapress.com/vdcb89b5zrhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته