کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسکو: له ناټو سره د اوکراین په یوځای کېدو سره به دریمه نړیواله جګړه ګړندۍ شي

9 میزان 1401 ساعت 15:44

د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړی چې له ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدو غوښتنه به د دریمې نړیوالې جګړې پیل ګړندۍ کړي.


آوا: د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف د جمعې په ورځ په ناټو کې د اوکراین د شاملیدو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل: د ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدو لپاره د زیلینسکي غوښتنه د دریمې نړیوالې جګړې پیل ګړندۍ کول دي.
 
د اوکراین ولسمشر "ولادیمیر زیلینسکي" د جمعې په ماښام په رسمي ډول د شمالي اتلانتیک په تړون کې د شاملیدو د بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه.
 
هغه دا هم وویل، تر څو چې ولادیمیر پوتین د روسیې ولسمشر وي، اوکراین به له مسکو سره خبرې ونه کړي.
 
دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې ولادیمیر پوتین د جمعې په ماښام په رسمي ډول له اوکراین څخه روسیې ته د ٤ سیمو د الحاق سند لاسلیک کړ.
 
هغه له روسیې سره د نویو سیمو د الحاق د سند د لاسلیکولو په مراسمو کښې وویل: خلکو خپله انتخاب کړی دی، دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپورزیه له روسیې سره ګډ برخلیک لري او د دغو سیمو خلک به د تل لپاره د روسیې اتباع شي.
 
د رشیاتودي په وینا، له روسیې سره د دغو سیمو د الحاق په اړه ټولپوښتنه د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۲۳ پیل شوه او د سپټمبر تر ۲۷ مې دوام وکړ. د دغه راپور له مخې، د لوهانسک، دونیتسک، خرسون او زاپوریزیا سیمې د اوکراین د ځمکې شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.
 
د پنجشنبې په سهار (سپتمبر ۲۹) روسي رسنیو د لوهانسک، دونیتسک، خرسون او زاپورزیه په سیمو کې د ټولپوښتنې پایلې خپرې کړې او اعلان یې وکړ چې په دغو ټولو سیمو کې تر ۹۵ سلنه ډېر خلک له روسیې سره یوځای کېدل او له اوکراینه جلا کېدل غواړي.
 
شنونکي په دې باور دي چې له روسیې سره د دغو سیمو په یوځای کېدو سره به په ختیځه اروپا کې پرمختګونه نوي پړاو ته داخل شي. له دې وروسته به مسکو پر يادو څلورو سيمو هر ډول بريد د روسيې پر ضد پوځي اقدام ګڼي او ښايي سخت غبرګون وښيي.
 
تر دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراین څخه جلا او له روسیې سره یوځای شوه چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت نه ده پیژندل شوې.


د مطلب کود: 259245

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259245/مسکو-له-ناټو-سره-د-اوکراین-په-یوځای-کېدو-دریمه-نړیواله-جګړه-ګړندۍ-شي

آوا
  https://www.avapress.com