کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو د بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه

9 میزان 1401 ساعت 15:49

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان (ناټو) کې د خپل هیواد د الحاق د چټکتیا غوښتنه وکړه. دده په اند؛ دا د اوکراین له خاورې څخه د روسي ځواکونو د وتلو یوازینۍ حل لاره ده.


آوا: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ (د میزان ۸ مه) په خپله وینا کې وویل چې د اشغالګرو د وتلو د حل لاره دا ده چې د اوکرایین پیاوړې او سوله ټینګه شي.

 
زیلینسکي زیاته کړه: روسیه غواړي هغه څه غلا کړي چې له دغه هیواد سره تړاو نه لري.
 
هغه د اوکراين هغو څلورو سيمو ته اشاره وکړه چې له روسيې سره د يوځاى کېدو لپاره په زوره ټولپوښتنه پيل شوې وه.
 
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون یو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د اوکراین څلور سیمې له مسکو سره یوځای کېږي.


د مطلب کود: 259247

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259247/اوکراین-له-ناټو-سره-د-یوځای-کېدو-بهیر-چټکولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com