دخپریدو نیټه :شنبه ۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 259248
ځدراڼ: د کابل په خیرخانې سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د مقناطیسي ماین له امله شوې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند د خیرخانې په سیمه کې د مولانا جلال الدین محمد بلخی لېسې ته څېرمه چاودنه تایید کړه او ویې ویل: دغه چاودنه شوې د مقناطیسي ماین له امله رامنځ ته شوی، مګر په پایله کې هیچا ته زیان ندی رسیدلی.
 
له سيمې څخه عيني شاهدان وايي، چې يو بم د دغه ښوونځي ترڅنګ په يوه وياله کې ځاى پرځاى شوى و او وچاودېد.
 
دا پېښه څو شېبې وړاندې د مولانا جلال الدین بلخي له لېسې زده کوونکي د وتلو په حال کې ده.
 
له چاودنې وروسته کورنۍ ښوونځي ته ورغلې او د ښوونځي چارواکو د بلې چاودنې د وېرې له امله د ښوونځي دروازې وتړلې.
 
له نېکه مرغه په ​​دې چاودنه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل په لویدیځ کې په یوه ښوونیز مرکز کې خونړۍ تروریستي چاودنې لسګونه بې ګناه زده کوونکي ووژل.
https://avapress.com/vdcfj1d0cw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته