کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما د کاج پر ښوونځي د برید د قربانیانو شمېر ۳۵ تنه شهیدان او ۸۲ تنه ټپیان اعلان کړ

10 میزان 1401 ساعت 9:34

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) اعلان کړی، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ۳۵ تنه شهیدان شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.


آوا: یوناما پرون (شنبه، میزان ۹) په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د پېښې ډېری قربانیان نجونې او ځوانې ښځې دي.
 
یوناما ویلي چې د ټولو قربانیانو نومونه باید مستند شي.
 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د دغه ترهګریز برید په اړه غبرګون ښودلی دی.
 
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د کابل په لویدیځ کې د کج پر ښوونیز مرکز برید غندلی او د دغه برید د عاملینو پر محاکمه یې ټینګار کړی دی.
 
امنیت شورا په یوه بیان کې دغه برید ترهګریز او وحشتناک بللی او په کلکه یې غندلی دی.
 
دغې شورا د دغو تروريستي بريدونو د عاملينو، تنظيموونکو، تمويلوونکو او ملاتړ کوونکو په ځواب ورکولو او د هغوى د محاکمې پر اړتيا ټينګار کړى دى.
 


د مطلب کود: 259252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259252/یوناما-د-کاج-پر-ښوونځي-برید-قربانیانو-شمېر-۳۵-تنه-شهیدان-او-۸۲-ټپیان-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com