دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 259258
ترکیش ایرلاین افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې
ترکیش ایرلاین اعلان کړی چې د مارچ له میاشتې به کابل او مزارشریف ته الوتنې بیا پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د «ترکیش ایرلاین» ویب پاڼې د راپور له مخې، کابل ته د دغه هوايي شرکت لومړۍ الوتنه د مارچ میاشتې په ۲۷مه او له کابل څخه لومړۍ الوتنه د همدې میاشتې په ۲۶مه ده.
 
ترکیش ایرلاین له څه باندې یوې لسیزې راهیسې افغانستان ته الوتنې کوي، د دغه هوايي شرکت لومړۍ الوتنه د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې کابل ته شوې وه او د کرونا ویروس تر خپرېدو او بیا د اسلامي امارت تر واکمنۍ پورې الوتنې دوام نه درلود.
 
https://avapress.com/vdcgny9x7ak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته