کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او فلزاتو لومړنی نړیوال نندارتون به ډېر ژر په کابل کې جوړ شي

10 میزان 1401 ساعت 11:06

د هېواد د سوداګرۍ، صنايعو او کانونو خونې مسؤلين وايي، چې په نږدې لسو ورځو کې به په کابل کې د کانونو او فلزاتو لومړى نړيوال نندارتون جوړ شي او په دغه نندارتون کې به د ايران، چين او قزاقستان سوداګر هم برخه واخلي.


آوا - کابل: د هېواد د سوداګرۍ، صنایعو او کانونو خونې چارواکو د شنبې په ورځ (میزان ۹) په یوه خبري ناسته کې وویل چې د کانونو او فلزاتو لومړنی نړیوال نندارتون به په لسو بجو په کابل کې جوړ شي.
 
دغه نندارتون د «افغانستان د کانونو او فلزاتو نړیوال نندارتون» تر عنوان لاندې او د «افغانستان د کانونو د پانګونې کنفرانس» تر شعار لاندې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو په موخه جوړېږي.
 
په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي وویل: په دغه نړیوال نندارتون کې د ایران، چین او قزاقستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو سوداګر او پانګوال هم ګډون کوي.
 
هغه له ټولو کورنيو او بهرنيو پانګوالو او سوداګرو وغوښتل چې په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.
 
الکوزي زياته کړه، چې په هېواد کې د دا ډول نندارتونونو جوړول اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي او د کانونو په برخه کې پر ځان بسيا کېږي.
 
 نوموړي له ټولو کورنيو او بهرنيو رسنيو وغوښتل، چې دغه نندارتون ته په پراخه کچه پوښښ ورکړي.
 
د کانونو او پټروليم وزارت د نشراتو رييس مفتي برهان په دې خبري غونډه کې وويل: په هېواد کې د دغه شان نندارتونونو جوړول د کورنيو او بهرنيو پانګو د جلبولو لپاره يو ښه فرصت دى او د کانونو او پټروليم وزارت د دغه شان نندارتونونو هرکلى کوي.
 
نوموړي دغه راز وويل، چې اوس په هېواد کې امنيت ټينګ شوى او ټول کورني او بهرني سوداګر او پانګوال بايد په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
د کانونو او پټروليم وزارت د نشراتو رييس زياته کړه چې اوسمهال د هېواد يو شمېر کانونه په غير قانوني ډول استخراج او له پروسس پرته بهر ته صادرېږي.
 
هغه زياته کړه، چې د هېواد د فلزي کانونه بايد په غير قانوني ډول استخراج او له پروسس پرته صادر نه شي. ځکه چې دا ډول صادرات د افغانستان حکومت او خلکو ته زیان رسوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په کابل کې د صنعتکارانو او سوداګرو د بازارموندنې او د پلور د زياتوالي په موخه نور نندارتونونه جوړ شوي وو.
 


د مطلب کود: 259268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259268/د-کانونو-او-فلزاتو-لومړنی-نړیوال-نندارتون-ډېر-ژر-په-کابل-کې-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com