دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 259272
پاکستان: د ستانکزي خبرې د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ پر ضد دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلام آباد څخه د پیسو اخیستو په بدل کې امریکايي الوتکو ته د افغانستان پر آسمان د الوتنې د اجازې په اړه د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی او ویلي دی: «دا د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ د روح خلاف دی».
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار له رسنیو سره په خپله اونیزه غونډه کې ویلي، چې دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو خلاف دي.
 
هغه زیاته کړه چې د شیر عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ روحیې خلاف دي.
 
افتخار همداراز د نړیوالو هیلو او اندیښنو د حل لپاره د لازمو اقداماتو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.
 
هغه زیاته کړه: "موږ باور لرو چې د مثبت ښکیلتیا د بریالیتوب لپاره، دا مهمه ده چې د افغانستان موقت چارواکي د نړیوالو هیلو او اندیښنو د حل لپاره اړین ګامونه پورته کړي."
 
په همدې حال کې شېر محمد عباس ستانکزي تېره اوونۍ په کابل کې وویل چې اسلام اباد له واشنګټن څخه په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي څو امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې الوتنې وکړي.
 
نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته هم غبرګون وښود.
 
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو ۷۷مې عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وویل، پاکستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له افغانستان څخه د "لویو ترهګرو ډلو" له فعالیتونو اندېښمن دی.
 
https://avapress.com/vdccmoqii2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته