دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 259284
په کندز کې له لسو زرو متریک ټنو څخه زیات پنبه حاصل شوي
د کندوز د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې لس زره مټریک ټنه پنبه حاصل شوې چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس امان الله حسن افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال په ټول کندز کې پر ۴۰۹۵ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې پر دې اساس به ۱۰ ۳۳ ټنه پنبه ترلاسه شوه.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په کندوز کې ٩٣٣ ټنه پنبه حاصل شوې وه او سږ کال يې حاصلات د تېر کال په پرتله ١٠ سلنه زيات شوي دي.
 
د کندوز د کرنې رئيس زياته کړه، چې د دغه ولايت د پنبې د پروسس له دولتي شرکت "سپين زر" سره تړون کېږي، څو د محصولاتو د پلور زمينه برابره شي.
 
په همدې حال کې د کندز کروندګر د خپلو محصولاتو له زیاتوالي خوښي څرګندوي او وايي، چې یو من پنبه په ۶۴۰ افغانۍ پلوري.
 
https://avapress.com/vdcfc1d0jw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته