کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د خوراکي او نفتي توکو په بیو کې د کموالي اعلان وکړ

11 میزان 1401 ساعت 10:03

له روسيې څخه د دغه هېواد د خوراکي او نفتي توکو د واردولو د تړون له لاسليکېدو وروسته اوس د اسلامي امارت چارواکي د هېواد په بازارونو کې د دغو محصولاتو په بيو کې د پام وړ کمښت اعلان کړي.


آوا: د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند وايي، چې په تېره یوه میاشت کې د خوراکي او تېلو بیې ۳۰ سلنه راټیټې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې بیې نورې هم ټيټې شي.
 
ښاغلي مهمند وویل: په نرخونو کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنه کموالی راغلی او نور به هم راټیټ شي.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي، چې د بيو د کنټرول لپاره يې زيات تدبيرونه نيولي، خو غواړي هېواد ته په کافي اندازه خوراکي او غير خوراکي توکي وارد کړي.
 
ښاغلي جواد زیاته کړه: "موږ ملت او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، چې د سږني کال د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې موږ پلان لرو، چې په لومړنیو بیو کې کموالی راشي او د ټولو اجناسو او خامو موادو بیې به ان‌شاءالله  د پام وړ کمښت ولري."
 
په همدې حال کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وايي، چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو ټیټېدو په افغانستان کې د خوراکي توکو پر بیو مثبت اغېز کړی دی.
 
په هرصورت، د بې وزلۍ لوړه کچه د دې لامل شوې چې د هیواد اوسیدونکي نشي کولی هغه توکي واخلي چې دوی ورته اړتیا لري. له همدې امله دوی له حکومت څخه غواړي چې د اومو موادو بیو ته جدي پاملرنه وکړي، څو نرخونه بیا لوړ نه شي.
 
يو تن هټيوال حاجي ګل محمد وويل: "تر پرون پورې د غوړیو بيه ١٩٠٠ افغانۍ وه، نن ١٧٠٠ افغانيو ته رسېدلې ده."
 
له بلې خوا د نفتي توکو بيې هم راټيټې شوې او يو شمېر پلورونکي هيله څرګندوي چې د تېلو او ګازو بيه به نوره هم راټيټه شي.
 
د تېلو یوه پلورونکي مهدي زیاته کړه:«پخوا د یو لیټر ډېزل تېلو بیه ۱۰۰ افغانۍ وه، اوس ۹۷ افغانۍ ده. پټرول ۸۰ افغانۍ و، اوس ۷۸ افغانۍ دی.
 
په دې وروستیو کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له روسیې سره د میلیونونو ټنو خوراکي او نفتي موادو د پېرلو تړون لاسلیک کړی چې د کارپوهانو په وینا د دغو محصولاتو د واردولو په صورت کې به یې بیې د پام وړ ټیټې شي.
 


د مطلب کود: 259307

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259307/اسلامي-امارت-د-خوراکي-او-نفتي-توکو-په-بیو-کې-کموالي-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com