کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د ښځو د لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پیل شو

11 میزان 1401 ساعت 10:11

په مزارشريف ښار کې د ښځينه سوداګرو د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پيل شو.


آوا - مزارشریف: دغه نندارتون پرون (میزان ۱۰) د مزارشریف ښار په همسفر هوټل کې پیل شو او د میزان تر ۱۲پوري به دوام وکړي.
 
احمد مسیح عظیمي؛ د دغه نندارتون تنظیموونکي آوا ته وویل: په دې نندارتون کې د ښځو کورني تولیدات او لاسي صنایع د دریو ورځو لپاره په ۸۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل کیږي.
 
د دغه درې ورځني نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو په برخه کې د ښځو د مهارتونو او وړتیاوو ښودل دي.
 
د دغه نندارتون پرانېستل د بلخ ولايت د ښځينه سوداګرو له خوا هرکلى شوى دى.
 
په دغه نندارتون کې یوه لویه برخه هغه مېرمنې دي چې له ولسوالیو څخه یې په دغه نندارتون کې برخه اخیستې او وايي چې تولیدات یې ډېر دي.
 
دوی له دولت څخه غواړي چې دوی ته د پلور او بازار موندنې زمینه برابره کړي.
 
په همدې حال کې په بلخ کې د ايران قونسل جنرال چې له دغه نندارتون څخه يې ليدنه کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ نندارتون د جوړولو د هڅو خبره کوي.
 
د افغانستان د اسلامي امارت له تاسیس وروسته دا په بلخ کې د ښځو د لاسي صنایعو نهم نندارتون دی چې د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د ښځو د ملاتړ په موخه جوړیږي.
 


د مطلب کود: 259308

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259308/په-بلخ-کې-د-ښځو-لاسي-صنایعو-درې-ورځنی-نندارتون-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com