دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 259308
په بلخ کې د ښځو د لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پیل شو
په مزارشريف ښار کې د ښځينه سوداګرو د لاسي صنايعو درې ورځنى نندارتون پيل شو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: دغه نندارتون پرون (میزان ۱۰) د مزارشریف ښار په همسفر هوټل کې پیل شو او د میزان تر ۱۲پوري به دوام وکړي.
 
احمد مسیح عظیمي؛ د دغه نندارتون تنظیموونکي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: په دې نندارتون کې د ښځو کورني تولیدات او لاسي صنایع د دریو ورځو لپاره په ۸۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل کیږي.
 
د دغه درې ورځني نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو په برخه کې د ښځو د مهارتونو او وړتیاوو ښودل دي.
 
د دغه نندارتون پرانېستل د بلخ ولايت د ښځينه سوداګرو له خوا هرکلى شوى دى.
 
په دغه نندارتون کې یوه لویه برخه هغه مېرمنې دي چې له ولسوالیو څخه یې په دغه نندارتون کې برخه اخیستې او وايي چې تولیدات یې ډېر دي.
 
دوی له دولت څخه غواړي چې دوی ته د پلور او بازار موندنې زمینه برابره کړي.
 
په همدې حال کې په بلخ کې د ايران قونسل جنرال چې له دغه نندارتون څخه يې ليدنه کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ نندارتون د جوړولو د هڅو خبره کوي.
 
د افغانستان د اسلامي امارت له تاسیس وروسته دا په بلخ کې د ښځو د لاسي صنایعو نهم نندارتون دی چې د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د ښځو د ملاتړ په موخه جوړیږي.
 
https://avapress.com/vdccxoqi42bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته