کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي

11 میزان 1401 ساعت 10:16

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د کاج پر ښوونځي د تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او هغوی ته یې د ۲.۵ میلیونه افغانیو مرسته وکړه.


آوا: د کورنیو چارو وزارت د مرستیال زین الله ابر په مشرۍ دغه پلاوي پرون د قربانیانو له کورنیو سره وکتل.
 
دغې ډلې د قربانیانو کورنیو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او له دوی سره یې د دوه نیم میلیونه افغانیو مرسته کړې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چارواکو د شهیدانو هرې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او ټپیانو ته پنځوس زره افغانۍ ورکړې دي.
 
د کورنیو چارو وزارت مرستیال دا برید یوه دسیسه وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان دښمنان غواړي افغانان سره وویشي.
 
باید وویل شي، چې د جمعې په ورځ (میزان ۸) د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ۴۵ تنه شهیدان او ۶۰ نور ټپیان شوي وو.
 


د مطلب کود: 259309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259309/د-کورنیو-چارو-وزارت-پېښې-قربانیانو-له-سره-خواخوږي-څرګندوي

آوا
  https://www.avapress.com