دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 259309
د کورنیو چارو وزارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د کاج پر ښوونځي د تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او هغوی ته یې د ۲.۵ میلیونه افغانیو مرسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت د مرستیال زین الله ابر په مشرۍ دغه پلاوي پرون د قربانیانو له کورنیو سره وکتل.
 
دغې ډلې د قربانیانو کورنیو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او له دوی سره یې د دوه نیم میلیونه افغانیو مرسته کړې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چارواکو د شهیدانو هرې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او ټپیانو ته پنځوس زره افغانۍ ورکړې دي.
 
د کورنیو چارو وزارت مرستیال دا برید یوه دسیسه وبلله او زیاته یې کړه چې د افغانستان دښمنان غواړي افغانان سره وویشي.
 
باید وویل شي، چې د جمعې په ورځ (میزان ۸) د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ۴۵ تنه شهیدان او ۶۰ نور ټپیان شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcdzn0xnyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته