کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یونان د لرغونپوهانو یوې ډلې تخار ته سفر کړي

11 میزان 1401 ساعت 10:35

د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د لرغونو سیمو د څېړنې په موخه د یوناني لرغونپوهانو د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړ.


آوا - د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس انصارالله انصاري نن دوشنبه د میزان ۱۱ مه، آوا ته وویل: پرون له یونان څخه د لرغونپوهانو یوه پنځه کسیزه ډله د څېړنې په موخه تخار ولایت ته ولاړه او د آي خانم په لرغونې سيمه کې يې څيړنې کړې دي
 
هغه زياته کړه، چې دغو يوناني لرغونپوهانو د اي خانم د لرغونې سيمې د ليدنې او د دغې لرغونې سيمې په اړه د علمي څېړنو په موخه دغه ولايت ته سفر کړى دى.
 
د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په خپله په خپل دفتر کې د يوناني لرغونپوهانو له دغه ټيم سره وکتل او خبرې يې وکړې.
 
انصاري زياته کړه، چې يوناني لرغونپوهانو ته يې ډاډ ورکړى، چې د دغه ولايت له تاريخي سيمو څخه په ارامه ليدنه وکړي او خپلې علمي څېړنې ترسره کړي.


د مطلب کود: 259311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259311/د-یونان-لرغونپوهانو-یوې-ډلې-تخار-ته-سفر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com