افغان غږ خبری آژانس: د ازرګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت روغتیایی مرکزونه په درملو او طبی تجهیزاتو سمبال کړی دی.
د دغه راپور له مخې، په ۵۶ روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۳۴۰ درمل او طبي او روغتیايي توکي وېشل شوي دي.
دغه مرکزونه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له خوا د ۳۴ میلیونه ډالرو په لګښت سمبال شوي دي.