دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 259338
د پوهنې وزارت د تعلیمي مرکزونو د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه
د "اسلامي امارت" د پوهنې وزارت د جمعې په ورځ د میزان په ۸ مه د کاج په ښوونیز مرکز ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی او له امنیتي ارګانونو څخه یې د ښوونیزو مرکزونو د امنیت په تامین کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت نن دوشنبه (میزان ۱۱) د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د کج په ښوونیز مرکز کې د خونړۍ تروریستي چاودنې په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې ده.
 
 په دغه اعلاميه کې راغلي دي: په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې تېره جمعه د کابل ښار د دشت برچي ولسوالۍ د کج په تعليمي مرکز کې چاودنه وشوه چې له امله يې په لسګونو تنه محصلين شهيدان او ټپيان شول. "
 
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت دغه غیر انساني او غیر اسلامي جنایت په کلکه غندي او وایي: شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.
 
 اعلامیه زیاتوي چې د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
 
د پوهنې وزارت له امنیتي ادارو هم وغوښتل چې په هېواد کې د تعلیمي مرکزونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
 
خو په دې لنډه اعلاميه کې د قربانيانو د شمېر، په دې وژنه کې د ښکېلو عواملو او د هغوى د محاکمې او مجازاتو د اړتيا په اړه څه نه دي ويل شوي.
 
باید وویل شي، چې د جمعې په ورځ (میزان ۸) د کابل په لوېدیځ کې د کج پر ښوونیز مرکز ځانمرګي برید له ۱۰۰ ډېر زده کوونکي شهیدان او ټپیان کړل. دغه برید د ملي او نړیوالو ادارو له توند غبرګون سره مخ شو او هیوادوالو د دغه برید په غبرګون کې له اسلامي امارت وغوښتل چې د تعلیمي مرکزونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfm1d0cw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته