دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 259348
په کابل ښار کې چاودنه شوې ده
کابل ښاریان د دغه ښار د پنځمې حوزې اړوند کارته پروان سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عینی شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ، چاودنه نن سهار ۷:۵۵ دقیقې د میزان په ۱۲ مه د باغ بالا په سړک شوې ده.
 
دوی زیاتوي، چې چاودنه د جمعیت اسلامي دفتر ته څېرمه د دهن نیل په نوم سیمه کې د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.
 
په همدې حال کې يو شمېر عيني شاهدان وايي، چې چاودنه نن سهار د پوليسو پر موټر د سړک غاړې د ماين د چاودنې له امله شوې او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
تر اوسه په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي او امنیتي ځواکونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د کابل ښاریان سهار په داسې حال کې له چاودنې سره پیلوي، چې د جمعې په ورځ د میزان په اتمه د «کاج» ښوونیز مرکز ته ځانمرګی بریدګر ننوتل او لسګونه زده کوونکي یې ووژل.
 
https://avapress.com/vdcgty9x7ak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته