کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له روسیې څخه د وارداتي تیلو لومړۍ جوپه تورغني بندر ته ورسیده

12 میزان 1401 ساعت 9:59

د اسلامي امارت چارواکي وايي، له روسيې څخه د نفتي توکو لومړۍ جوپه تورغني بندر ته را رسېدلې ده.


آوا: د اسلامي امارت چارواکو له روسیې څخه د نفتي توکو د لومړۍ جوپه را رسیدو خبر ورکړی.
 
دغه کارګو د تېرې یکشنبې په ورځ (میزان ۱۰) د افغانستان دغه مهم سوداګریز ګمرک ته داخل شو.
 
چارواکو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
 
په همدې حال کې په دې وروستیو کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولوي نورالدین عزیزي له روسیې څخه د نفتو او غنمو د پېرلو قرارداد اعلان کړ.
 
عزیزي رویټرز ته ویلي: اسلامي امارت له روسیې سره د پټرول، ډیزل، ګازو او غنمو د اخیستلو تړون لاسلیک کړی دی.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت په خپلو سوداګریزو شریکانو کې د تنوع په لټه کې دی او ویلي یې دي چې د روسیې حکومت افغانستان ته د نفتي توکو په پېرلو کې د نړیوال اوسط په پرتله تخفیف ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 259352

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259352/له-روسیې-څخه-د-وارداتي-تیلو-لومړۍ-جوپه-تورغني-بندر-ته-ورسیده

آوا
  https://www.avapress.com