افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت چارواکو له روسیې څخه د نفتي توکو د لومړۍ جوپه را رسیدو خبر ورکړی.
دغه کارګو د تېرې یکشنبې په ورځ (میزان ۱۰) د افغانستان دغه مهم سوداګریز ګمرک ته داخل شو.
چارواکو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
په همدې حال کې په دې وروستیو کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست مولوي نورالدین عزیزي له روسیې څخه د نفتو او غنمو د پېرلو قرارداد اعلان کړ.
عزیزي رویټرز ته ویلي: اسلامي امارت له روسیې سره د پټرول، ډیزل، ګازو او غنمو د اخیستلو تړون لاسلیک کړی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت په خپلو سوداګریزو شریکانو کې د تنوع په لټه کې دی او ویلي یې دي چې د روسیې حکومت افغانستان ته د نفتي توکو په پېرلو کې د نړیوال اوسط په پرتله تخفیف ورکړی دی.