دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 259354
حکمتیار په سوله ییز ډول د انتقالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره اسلامي امارت ته په ۷ ماده ییز وړاندیز کې د افغانستان د نفوذي ګوندونو او د واکمن ګوند د استازو ترمنځ د ګډې ناستې غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: حکمتیار همداراز ټینګار وکړ چې غونډه دې په یوه بې طرفه هېواد کې جوړه شی او وړاندیز یې وکړ چې په دې بهیر کې دې د بهرنیانو او ملګرو ملتونو استازی د څارونکو او ملاتړو په توګه حضور ولری.
 
حکمتيار د خبرو اترو لپاره د خپلې وړانديز شوې اجنډا د مهمو ټکو په اړه د جزئياتو په ورکولو سره وويل چې د يادې شورا غړي بايد د خلکو له خوا وټاکل شي او دا شورا بايد د مهمو ملي مسايلو په اړه د تصميم نيولو وروستۍ واک وي.
 
هغه زیاته کړه، دغه شورا باید د هېواد لپاره نوی اساسي قانون هم جوړ او د راتلونکي نظام بڼه مشخص کړي.
 
حکمتیار ټینګار وکړ: واک باید له اسلامي امارت څخه په سوله ییزه توګه او له ځنډ پرته راتلونکي قانوني حکومت ته چې د نوي اساسي قانون له مخې جوړیږي انتقال شي.
 
https://avapress.com/vdcdkn0xoyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته