دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 259358
سږ کال په کندهار کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي دي
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال یې د دغه ولایت د مچیو له فارمونو څخه ۳۶ ټنه شات راټول کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې سږ کال په کندهار کې ۳۶ ټنه شات تولید شوي دي.
 
د دغه رياست مشر محمدالله نوري پژواک ته وويل، چې سږ کال په کندهار کې د مچيو له فارمونو څخه ٣٦ ټنه شات توليد شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ٣٢ ټنه و.
 
هغه زياته کړه، چې دغه شات د مچيو له ٢٠ فارمونو څخه راټول شوى، چې تر دې مهاله په دغه ولايت کې د مچيو د ساتنې د فارمونو شمېر ٦٢ فارمونو ته رسېده.
 
د هغه په ​​وينا، جګړې، وچکالۍ او اقتصادي ستونزې په دغه ولايت کې د مچيو د ٤٢ فارمونو د ويجاړېدو لامل شوي دي.
 
نوري ټينګار وکړ: د مچيو د پالنې فارمونه يو ځل بيا زياتيږي او د شاتو د توليد اندازه هم د تير کال په پرتله زياته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdchmwni623nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته