دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 259389
د کاج پر ښوونځي د ترهګریز برید ټپیان د درملنې لپاره ایران ته وړل شوي دي
د افغانستان په چارو کښې د ایران خاص استازی حسن کاظمی قمی د ایران اسلامی جمهوریت ته د دشت برچی د تیرې جمعې د ترهګرې حملې د زخمیانو د انتقال په اعلانولو سره، له دغه هیواد څخه کابل ته د درملو او طبی تجهیزاتو د یوې الوتکې د استولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمی قومی اعلان کړی چې د افغانستان له اسلامی جمهوریت څخه د درملو او طبی تجهیزاتو یوه الوتکه کابل ته استول شوې او د زخمیانو د انتقال خبر یې ورکړی دی.
 
په دې اړه د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی وویل: اسلامی جمهوریت د قربانیانو له کورنیو سره د پیوستون په اعلانولو سره تل د اسلامی او بشری اصولو او کلتوری مشترکاتو پراساس د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او وی.
 
نوموړي له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په ټیلیفوني تماس کې د کابل په لویدیځ کې د تروریستي عمل د غندلو پرمهال ویلي وو چې ایران د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.
 
د جمعې په ورځ سهار (۹ میزان) د کابل په لوېدیځ کې د کج په ښوونیز مرکز کې ځانمرګی برید د شاګردانو په نښه کړ، چې د ځینو سرچینو په وینا، لږ تر لږه ۵۳ تنه یې شهیدان او ۱۱۰ نور ټپیان کړل.
 
https://avapress.com/vdcbw9b59rhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته