کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران له لارې به د تېلو لېږد دوام ولري

14 میزان 1401 ساعت 11:05

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې د ایران له خاورې څخه د نفتي موادو د انتقال موده غځول شوې ده. د دغه وزارت د راپور له مخې، دغه ترانزیت به تر راتلونکو ۴ میاشتو دوام وکړي.


آوا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه، ۱۳ میزان) د ایران د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې یې افغانستان ته د تېلو د لېږد بهیر وغځېدل.
 
په اعلاميه کې ويل شوي چې د صنايعو وزارت د وارداتي لارو د پرانستلو او په هېواد کې د نفتي او اړينو توکو د کمښت د مخنيوي په برخه کې له ټولو ضروري وسايلو کار اخلي.
 
ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې د سوداګرۍ وزارت له روسیې سره د نفتو، ګازو او غنمو د واردولو لوی تړون لاسلیک کړی دی.
 
د دغه تړون پر بنسټ به له روسیې څخه افغانستان ته شاوخوا یو میلیون ټنه پټرول، یو میلیون ټنه ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه غنم وارد شي.
 
د دې هوکړې د عملي کېدو مشخص وخت نه دی ټاکل شوی او ویل شوي چې که دواړه خواوې موافقه وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اوږدمهاله تړون لاسلیک شي.
 


د مطلب کود: 259418

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259418/د-ایران-له-لارې-تېلو-لېږد-دوام-ولري

آوا
  https://www.avapress.com