دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 259420
په افغانستان کې بیا د امریکا د پوځي حضور امکان نشته
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر له خبریالانو سره د یوې مجازي مرکې په ترڅ کې په افغانستان کې د خپل هېواد د پوځي حضور احتمال رد کړ او ویې ویل چې هېواد یې په دې اړه خبرو ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس: نوموړي تېره شپه (چهارشنبه، میزان۱۳) له خبریالانو سره په مجازي خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به بیا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي، ستونزمنه وبلله. خو هغه وویل چې هیواد یې د خبرو اترو لیوالتیا لري.
 
ډیکر ټینګار وکړ چې هیڅ چانس نشته چې امریکا دې بیا په افغانستان کې پوځي مداخله وکړي.
 
دامريکا د سفارت شارژدافير وويل چې هيواد به يې له خپلو ټولو ډيپلوماتيکو او سياسي هلو ځلو څخه کار واخلي څو اسلامي امارت د انساني ژوند او بشري حقوقو د درناوي په برخه کې خپل مکلفيتونه ادا کړي.
 
هغه زیاته کړه، داسې څه باید وشي چې اسلامي امارت د نړۍ په هر هیواد کې منل شوي معیارونو ته غاړه کیږدي.
 
ډیکر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي چې هغه په ​​افغانستان کې د بشري حقونو په اړه چې د ده په اند د امریکا له امنیتي ګټو سره بېل نه دي، ژوره اندېښنه لري.
 
نوموړي د کابل وروستي بریدونه د کج په ښوونځي کې د چاودنې په ګډون بزدلانه او د شرم وړ وبلل او ویې ویل چې له اسلامي امارت څخه هیله لري چې د امنیت په تامین کې خپل مسوولیت ادا کړي.
 
په څه کم یوه اوونۍ کې کابل د دوو خونړیو بریدونو شاهد و. د جمعې په سهار (میزان ۸) د کاج پر ښوونځي په برید کې ۵۶ تنه چې زیاتره یې ښځینه زده کوونکي وو، شهیدان شول.
 
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې د چاودنې په پایله کې څلور تنه ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdchiwniv23nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته