دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 259441
د بښنې نړیوال سازمان په هند کې د افغان اعتراض کوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده
د بښنې نړیوال سازمان له هند څخه غوښتي چې هغه نیول شوي مهاجرین خوشې کړي چې په نوي ډیلي کې یې په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید په غبرګون کې لاریون کړی و.
افغان غږ خبری آژانس: دغو مهاجرینو د «کاج» په ښوونیز مرکز د تیرې جمعې د ورځې د برید له قربانیانو سره د خواخوږي په موخه لاریون وکړ.
 
په دغه ښوونیز مرکز په چاودنه کې ۵۳ تنه شهیدان او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول. په شهیدانو کې ۴۶ یې نجونې دي.
 
د دغه برید په غبرګون کې د ترهګرو ډلو پر ضد په کابل او د افغانستان په ځینو ولایتونو کې مظاهرې وشوې. په ورته وخت کې د نړۍ یو شمېر هېوادونو د دغه برید په غبرګون کې د مظاهرو شاهدان وو.
 
له دې وروسته یو شمېر افغان کډوالو پرون (پنجشنبه، میزان ۱۴) د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د دغه برید له قربانیانو سره د خواخوږۍ په خاطر مظاهره وکړه او د هندي پولیسو له خوا ونیول شول.
 
د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، هغه افغان کډوال چې د دغو مظاهرو پر مهال د نوي ډیلي په جنتر منتر سیمه کې راټول شوي وو، د هندي پولیسو له خوا نیول شوي دي.
 
د بخښنې نړیوال سازمان په خپلو ټویټونو کې د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
 
خو هندي چارواکو او د نوي ډیلي پولیسو د بښنې نړیوال سازمان دې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی. هندي رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcayonu649nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته