کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۳ پوستونو کې د طالبانو نوې ګمارنې اعلان شول

15 میزان 1401 ساعت 13:15

د اسلامي امارت ویاند وايي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د سرپرست حکومت په اداره کې په ۱۳ لوړ پوړو او منځنیو پوستونو نوي ګومارنې کړي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې په موقت حکومت کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړی.

 
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا په سرپرست حکومت کې د نویو ګمارنو حکم خپور کړی دی.
 
د طالبانو د مشرتابه د دغو طرحو پر بنسټ، د خوست پخوانی والي مولوي محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه، د بدخشان پخوانی والي مولوي عبدالغني د عدليې وزارت د اداري او مالي معین په توګه ټاکل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ملا محمد داوود مزمل د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.
 
دغه راز د ذبيح الله مجاهد د معلوماتو له مخې، د هوايي ځواکونو پخوانى قوماندان مولوي امان الدين منصور د بدخشان د والي په توګه، د زابل پخوانى والي ملا بسم الله د خوست د والي په توګه او د دغه ولايت پخوانى امنيه قوماندان ټاکل شوى دى. د هلمند والي ملا عبدالاحد فضلي د سمنګان د والي په توګه وټاکل شو.
 
د دې پرېکړې پر بنسټ د طالبانو مشر د جوزجان پخوانی والي ملا محمد شعیب رسالت د فاریاب د والي په توګه او د جوزجان پخوانی امنیه قوماندان قاري محمد اسماعیل راسخ د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی. د بلخ اوسنی والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د زابل د والي په توګه وټاکل شو.
 
ښاغلي اخندزاده همدا راز مولوي عبدالرحمن کندوزی د هلمند ولایت د مرستیال او مولوي عبدالحکیم مبارک د هلمند د امنیه قومندان په توګه نومولی دی.
 
د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ د فاریاب پخوانی والي قاري حفیظ الله پهلوان د جوزجان د امنیه قومندان او د کندهار د استخباراتو پخوانی مشر مولوي عبدالهادي د کابل د هوايي ډګر د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.


د مطلب کود: 259445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259445/په-۱۳-پوستونو-کې-د-طالبانو-نوې-ګمارنې-اعلان-شول

آوا
  https://www.avapress.com