کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش د فعالیت مرکز په پاکستان کې دی

16 میزان 1401 ساعت 10:53

د روسیې ورځپاڼې « نیزاویسیمایا گازیتا» د داعش خراسان ځینو فعالیتونو ته د اشارې په ترڅ کې یو راپور خپور کړی چې پاکستان یې د دغې ترهګرې ډلې د فعالیتونو اصلي مرکز بللی دی.


آوا: د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، په اوسنیو حالاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې خراسان د تخریبی فعالیتونو لپاره تبلیغات د سیمې او د سیمې د هیوادونو د امنیت لپاره جدی پایلې لرلی شی.
 
د دغې روسۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان باندې د اسلامي امارت له تسلط وروسته داعش خراسان په جنوبي او مرکزي اسیا کې خپل تبلیغات پراخ کړي دي.
 
د داعش خراسان ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال په نیمايي کې راڅرګند شو. کله چې د "تحریک طالبان پاکستان" پخواني قوماندانان د "فتا" له پخوانیو قبایلي سیمو څخه وتښتېدل.
 
د دې ورځپاڼې لیکوال زیاتوي: وروسته له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د داعش ملاتړو رسنیو د دغې ترهګرې ډلې د لوړ پوړي مشر د کتاب پر بنسټ د اسلامي امارت د تر ټولو بد دښمن ټول لاملونه لیست کړي دي.
 


د مطلب کود: 259460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259460/د-داعش-فعالیت-مرکز-په-پاکستان-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com