کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب مېرمنو د نړۍ تر ټولو لویه غالۍ اوبدلې

16 میزان 1401 ساعت 14:23

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت ښځو ۱۲۰ متره غالۍ جوړې کړي او په نږدې راتلونکي کې به په فاریاب کې هم ۱۳۰، ۱۴۰ او ۱۵۰ متره غالۍ اوبدل شي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی آوا ته وویل: په بلچراغ ولسوالۍ کې ۱۲۰ متره غالۍ جوړې او په میمنه کې نندارې ته وړاندې شوې.
 
د هغه په ​​وينا، دغه غالۍ په څلورو مياشتو کې د ١٢ ښځو له خوا اوبدل شوې ده.
 
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د بلچراغ ولسوالۍ ښځې ١٣٠، ١٤٠ او ١٥٠ متره غالۍ اوبدلې شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال په ایران کې د قطر په امر ۱۰۵ متره غالۍ اوبدل شوې، چې د نړۍ تر ټولو لوی غالۍ بلل کېده، خو اوس په فاریاب کې د نړۍ د تر ټولو لویې غالۍ ریکارډ جوړ شوی دی.
 


د مطلب کود: 259475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259475/د-فاریاب-مېرمنو-نړۍ-تر-ټولو-لویه-غالۍ-اوبدلې

آوا
  https://www.avapress.com