کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کړه

19 میزان 1401 ساعت 9:49

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اعلامیې له مخې، د دغه هېواد د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې تاجکستان څخه په ماتې خوړلو سره سره د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.


آوا: د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې دویمه لوبه یکسنبه (میزان ۱۷) د تاجکستان له ملي لوبډلې سره ترسره کړه، خو د هېواد ملي لوبډلې په دې لوبه کې ۲-۰ ماتې وخوړه.
 
له همدې امله د هېواد د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د منګولیا پر وړاندې بریا خپله کړه او د کوربه تاجکستان پر وړاندې یې ماتې ومنله او د غوراوي پړاو د دویم پړاو د غوره ټیمونو په توګه یې له ګروپ H څخه د اسیا سیالیو ته لاره پیدا کړه.
 
د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه لاسته راوړنه ارزښتناکه بللې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې منګولیا ته ۵-۰ ماتې ورکړه.
 


د مطلب کود: 259544

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259544/د-هېواد-ځوانانو-فوټبال-ملي-لوبډلې-اسیا-ملتونو-جام-ته-لاره-پیدا-کړه

آوا
  https://www.avapress.com