کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپا د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پر غوښتنې ټینګار کړی

20 میزان 1401 ساعت 11:45

د افغانستان لپاره د اروپا ځانګړي استازي یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره د نړیوالې ټولنې پر غوښتنې ټینګار وکړ.


آوا: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن تېره شپه (میزان ۱۹) د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې ټولې نجونې باید په هر عمر کې د زده کړو ته لاس رسی ولري.
 
نیکولسن هیله څرګنده کړه، چې "ښوونکي، انجینران، ډاکټران، معماران، ملکي کارکوونکي او ښځینه سوداګر به له خپلو وروڼو سره په ګډه سبا یو هوسا افغانستان جوړ کړي."
 
دغه راز د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستيالې حيدربر هم په افغانستان کې د نجونو نړيواله ورځ غمجنه وبلله.
 
اغلې بار د ځوانو محصلینو عکس خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا عکس څو کاله وړاندې اخیستل شوی او اوس په انځور کې لیدل شوې نجونې د منځني ښوونځي د زده کوونکو عمر ته رسېدلې دي. پر زده کړو د بندیز له امله دوی د زده کړو پرېښودو ته اړ شوي دي.
 
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو د وتلو پر دوام سخت اندېښمن دی.
 
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل "ځان او هغه هیواد ته چې د دوی انرژي او مشارکت ته سخته اړتیا لري د نجونو لپاره خورا زیان رسوي."
 
ګوترش یو ځل بیا له اسلامي امارت وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې يوه کال راهيسې د نجونو د ښوونځيو دروازې له شپږم ټولګي د زده کوونکو پر مخ تړلې دي.
 


د مطلب کود: 259601

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259601/اروپا-د-نجونو-ښوونځیو-بیا-پرانیستلو-پر-غوښتنې-ټینګار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com