کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د کاناډا د حضور لپاره هڅې دوام لري

21 میزان 1401 ساعت 17:18

د کاناډا لومړي وزیر له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان له خلکو سره مرستې مهمې وبللې، خو ویې ویل چې د ترهګرۍ ضد قوانینو له امله په افغانستان کې د دغه هېواد د بشري بنسټونو لپاره د حل لاره نه ده موندل شوې.


آوا: د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پرون (چهارشنبه، میزان ۲۰) له رسنیو سره په خبرو کې د هېواد د ترهګرۍ ضد قوانینو د تعدیل لپاره د مهال وېش له وړاندې کولو ډډه وکړه. خو هغه د افغانستان له خلکو سره مرسته مهمه وبلله او ویې ویل چې دې ستونزې ته به د حل لاره ولټوي.

د کاناډا بشردوستانه سازمانونه نشي کولی په افغانستان کې د تروریزم ضد قوانینو له امله فعالیت وکړي.

په همدې حال کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې څرګنده کړه چې په قطر کې یې د افغانستان د سرپرست حکومت له استازو سره کتلي دي.

خیریه سازمانونو د ټروډو د حکومت پر دې دوه ګوني چلند نیوکه کړې ده.


د مطلب کود: 259669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259669/په-افغانستان-کې-د-کاناډا-حضور-لپاره-هڅې-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com