کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو سرمشریزه/ تاجکستان په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي ادعا کړې ده

23 میزان 1401 ساعت 14:43

د تاجکستان ولسمشر پرون (جمعه، میزان ۲۲) د روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د وینا پر مهال ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شوی او دا مهال تر ۱۲ ډېرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت لری.


آوا: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون جمعه (میزان ۲۲) د روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې له افغانستان سره پر پوله د ملېشو د فعالیتونو د پراخېدو شاهد دی.
 
د روسیې د خبري آژانس ریانوفسي د راپور له مخې، د تاجکستان ولسمشر زیاته کړه: موږ په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو او افراطي ډلو د فعالیتونو د پراخېدو شاهدان یو.
 
هغه ادعا وکړه چې په افغانستان کې تر ۱۲ زیاتې ترهګرې ډلې شتون لري.
 
باید وویل شي، چې په دې غونډه کې د روسیې، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو هم حضور درلود.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه هر ډول ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان به هېڅ هېواد ته ګواښ نه وي.
 


د مطلب کود: 259726

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259726/د-روسیې-او-منځنۍ-اسیا-هېوادونو-سرمشریزه-تاجکستان-په-افغانستان-کې-ترهګریزو-فعالیتونو-زیاتوالي-ادعا-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com