کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د امریکا سفیر احضار کړ

24 میزان 1401 ساعت 11:43

د امریکا د ولسمشر جوبایډن له څرګندونو وروسته چې پاکستان یې له ادغام پرته د اتومي وسلو د لرلو له امله د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه بللی، اسلام اباد پرېکړه کړې چې د دې موضوع د وضاحت لپاره د امریکا سفیر احضار کړي.


آوا: پاکستاني رسنیو نن یکشنبه (میزان ۲۴) خبر ورکړی، چې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، د جوبایډن د څرګندونو په تړاو یې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم د احضارولو پرېکړه کړې ده.
 
هغه ویلي امریکا ته باید د خپل دریځ د بیانولو موقع ورکړل شي.
 
باید وویل شي چې جوبایډن د پنجشنبې په ورځ (میزان ۲۱) د ډیموکراټ ګوند د انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي و چې پاکستان ښايي د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه وي چې د اټومي وسلو د لرلو له کبله له یوبل سره نه دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون په کراچۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان اټومي تجهیزات د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د نړیوالو معیارونو سره سم د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له معیارونو سره سمون لري.
 
زرداري زیاته کړه، که د اټومي خوندیتوب په اړه پوښتنه وي، باید زموږ له ګاونډي هند څخه وپوښتل شي، چې په دې وروستیو کې یې په تصادفي ډول د پاکستان خاورې ته توغندي توغولي دي.
 
هغه یادونه وکړه چې د ښاغلي بایډن څرګندونې د اتومي توان لرونکو هیوادونو د خوندیتوب په اړه رښتینې او جدي اندیښنې راپورته کوي.
 
ښاغلي زرداري د جوبایډن پر څرګندونو د حیرانتیا څرګندولو په ترڅ کې دا اندېښنې د ناسم پوهاوي پایله وبلله چې د متقابل عمل د نشتوالي له امله رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د ښاغلي بایډن دغه څرګندونې به د پاکستان او امريکا پر اړيکو منفي اغېز ونه کړي او دواړه لوري به د تعامل لارې ته دوام ورکړي.
 


د مطلب کود: 259770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259770/پاکستان-د-امریکا-سفیر-احضار-کړ

آوا
  https://www.avapress.com