کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه د ژمي په موسم کې خوراکي توکي وېشي

24 میزان 1401 ساعت 13:32

ملګري ملتونه وايي، د ژمي د موسم تر پایه به په ټول افغانستان کې پر څه باندې ۱۵ میلیونه تنو ته خوراکي توکي وویشي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ژمنه کړې چې د ژمي تر پایه به په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي.
 
په افغانستان کې د WFP ویاند وحیدالله اماني رسنیو ته وویل: «په دې پروګرام کې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ۱۵۰ زره میټریک ټنه خوراکي موادو ذخیره کول شامل دي، چې د واورې له لومړۍ اورښت او د ژمي له اوږدېدو سره مواصلاتي لارې بندې وي.»
 
نن یکشنبه د میزان ۲۴مه د خوړو نړیواله ورځ ده. د شمېرو او راپورونو له مخې، په افغانستان کې له ۱۹ میلیونو ډېر خلک کافي خواړه نه لري او شپږ میلیونه افغانان د قحطۍ په څنډه کې دي.
 


د مطلب کود: 259777

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259777/ملګري-ملتونه-د-ژمي-په-موسم-کې-خوراکي-توکي-وېشي

آوا
  https://www.avapress.com