دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 259870
جرمني ۳۷ زره افغان کډوال مني
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د نوي بشري پروګرام په مرسته به ۳۷ زره افغان کډوال دغه هېواد ته ولېږدوي.
افغان غږ خبری آژانس: د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یوه نوي بشري پروګرام له لارې به ۳۷ زره هغه افغان کډوال چې په افغانستان کې میشت دي او ژوند یې په خطر کې دی، دغه هیواد ته انتقال کړي.
 
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د فدرالي حکومت په دغه پروګرام کې د افغانانو دوه کټګورۍ یا ډلې د شرایطو وړ پيژندل شوي، په لومړي کې هغه کسان شامل دي چې په تیرو وختونو کې یې له عدلي او قضایي ارګانونو او یا رسنیو سره کار کړی وي او یا له سیاسي، کلتوري او سپورتي ژوند یې په خطر کې دی.
 
دا د هغو کسانو لپاره آلمان ته د مهاجرت نوی پروګرام دی چې په افغانستان کې ژوند کوي او ژوند یې په خطر کې دی.
 
په دویمه کټګورۍ کې هغه کسان شامل دي چې د کډوالۍ په دې پروګرام کې شامل دي چې د خپل جنسیت، هویت یا مذهب له امله له ځانګړي تاوتریخوالی سره مخ شوي یا په تیرو وختونو کې ناوړه وضعیت تجربه کړی.
 
لومړیتوب هغو ښځو ته ورکول کیږي چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي او یا یې حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
 
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بربوک له قوله وايي، چې واک ته د طالبانو له راتګ سره یو زیات شمیر خلک په ځانګړې توګه ښځې له سختو شرایطو سره مخ دي او ژوند کوي.
 
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې دغو کسانو ته به د ښه او سوله ییز راتلونکي د لرلو چانس ورکړل شي.
 
جرمني له یوه کال راهیسې شل زره افغانان منلي او د نورو افغانانو د لېږدولو هڅه کوي
 
په دې پروګرام کې ۳۷۰۰۰ کسان شامل دي او یوه لویه برخه یې ۲۴۰۰۰ کسان به هغه کسان او د هغوی کورنۍ وي چې پخوا یې له آلمانانو سره کار کړی دی.
 
نور ۱۲۰۰۰ خلک به زیان منونکي خلک او هغه کسان وي چې د ګواښ احساس کوي.
 
الماني چارواکو په تېر کال کې دغه هېواد ته شل زره افغانان لېږدولي او هڅه کوي چې له نورو افغانانو سره مرسته وکړي.
 
خو د بښنې نړیوال سازمان پر دغه پروګرام نیوکه کړې ده. دغه سازمان وايي، هغه افغانان چې د ګاونډیو هېوادونو د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي باید له پامه ونه غورځول شي.
 
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هغه شرط چې یوازې د افغانستان دننه خلک کولای شي د دغه بشري پروګرام لپاره غوښتنه وکړي، باید لیرې شي.
 
د آلمان د بهرنيو چارو او کورنيو چارو وزارتونو په ګډه اعلاميه کې له مدني ټولنو څخه غوښتي چې د زيانمن شويو کسانو په پيژندلو کې مرسته وکړي او هغه کسان چې آلمان ته د مهاجرت بهير پرمخ تللی لومړی دې واستول شي.
 
https://avapress.com/vdcguy9xzak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته