دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 259930
په مشهد مقدس کښې د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز او د امام رضا علیه السلام نړیوال پوهنتون ترمینځ تفاهم لیک لاسلیک شو
د روان کال د سنبله په نیمایی کښې د امام رضا علیه السلام نړیوال پوهنتون له مشر سره د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز د مشر له کتنې او د علمی او کلتوری ملګرتیاو په هکله له لومړنیو خبرو اترو وروسته. په مشهد کې د تبیان مرکز د استازي حجت الاسلام او المسلمین هاشمي راتي په شتون کې د دواړو ډلو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
افغان غږ خبری آژانس: مشهد مقدس: د یاد هوکړه لیک په یوه برخه کې د امام رضا (ع) په نړیوال پوهنتون کې د زده کړو لپاره د تکړه افغان نوماندانو پر معرفي کولو ټینګار شوی دی.
 
په همدې اړه د امام رضا (ع) د پوهنتون رئیس ډاکټر مرتضی رجوعی هیله څرګنده کړه چې داسې رضاکاران به وروپیژندل شی چې د زده کړې لپاره د وړتیا او هڅونې سربیره افغانستان ته د راستنیدو لیوالتیا هم لری او هغه مسولیتونه په غاړه اخلی چې په دې توګه به په خپله دنده ترسره کړی او د خپل هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې مرسته وکړي.
 
حجت الاسلام راستي په افغانستان کې د تبیان مرکز د اوسني وضعیت د تشریح کولو او د اسلامي امارت له حکومت څخه د فعالیت د تصدیقونو د ترلاسه کولو په ترڅ کې پر یادې تګلارې باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې له بشپړیدو وروسته به خامخا هغه کسان معرفي او په زده کړو بوخت وي چي یو اغیزمن او ګټور شخص په توګه کار او خدمت وکړي.
 
د دغې غونډې په پای کې د دواړو خواوو له خوا د همکارۍ تفاهم لیک هم لاسلیک شو. د یادولو وړ ده چې دغه یادښت ۵ مادې لري او بېلابېل علمي او فرهنګي فعالیتونه یې په نښه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcdsn0xzyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته