کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سپین بولدک کې سرحدي نښته/ د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې ده

28 میزان 1401 ساعت 14:02

په کندهار کې د ځينو سرچينو د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځيانو نن سهار (پنجشنبه، میزان ۲۸) د سپين بولدک په سرحدي سيمه کې ډزې کړي، چې په پايله کې يې يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړى دى. له دغې نښتې وروسته د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د توپونو او هاوانونو ځواب ورکړ.


آوا: په سپين بولدک کې يوې سرچينې وويل، چې د جګړې پر مهال دواړو لورو د هاوانونو په ګډون درنې وسلې کارولې دي. په دې جګړه کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
 
د سرچینې په وینا، پرون ماښام وروسته له هغه د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه، چې پاکستاني پوځیانو پر افغان اتباعو ډزې وکړې.
 
سرچینه زیاتوي، چې تېره شپه پاکستاني پوځیانو هم هوايي ډزې کړې دي. د سرچينې په وينا، د پاکستان هوايي بريدونو نن سهار هم دوام درلود او اسلامي امارت يې ځواب په ګوليو ورکړ.
 
په ورته وخت کې سرچينې وايي، چې د سپين بولدک عامه دروازه د يو ساعت لپاره تړل شوې وه
د دې پولې دویمې دروازې لا هم تړلې دي.
 
د اسلامي امارت چارواکي هم دغه نښته تاییدوي او وايي چې پاکستاني پوځیانو پر افغان خاوره څلور هاوانونه توغولي چې دوی هم ځوابي ډزې کړي دي.
 
یو چارواکی وايي چې په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو د ډزو له امله یوه ښځه وژل شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، په دې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
 
د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو تر منځ تر دې مخکې هم څو ځلې نښتې شوي دي.
 


د مطلب کود: 259948

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259948/په-سپین-بولدک-کې-سرحدي-نښته-د-پاکستاني-پوځیانو-ډزو-یوه-ښځه-وژل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com