کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ساړه ژمی؛ یونیسف د مرستې غوښتنه وکړه

29 میزان 1401 ساعت 11:35

په افغانستان کې د ژمي موسم په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د خلکو لپاره د سخت ژمي د خبرداري په ترڅ کې له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۷۵ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.


آوا: یونیسف د پنجشنبې په ورځ (میزان، ۲۸) په یوه راپور کې وویل چې د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره یې ژمنۍ ستراتیژي جوړه کړې او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

 
دغه صندوق وايي چې په راتلونکي ژمي کې د خپلو پروګرامونو او مالي اړتیاوو لپاره ۷۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
 
د یونیسف د ژمنۍ ستراتیژۍ هدف دا دی چې د 800,000 ټنو څخه ډیر د کورنیو د ځواکمنولو لپاره د مالي مرستو ویشلو پوښښ وکړي.
 
یونیسف اقتصادي بحران، وچکالي، جګړې او کوویډ-۱۹ د بې وزلۍ اصلي لاملونه بللي او ویلي یې دي، چې اړتیاوې د بشري ظرفیت له حده ډېرې شوې دي.
 
د ماشومانو د ژغورنې صندوق د کابل په لوېدیځ کې د کج ښوونځي پېښې ته په اشارې سره وویل: د امنیتي پېښو دوام په ټول هېواد کې پر وګړو اغېز کړی او په کج کې د برید دوام د زده کوونکو په تېره بیا د نجونو د ناامنۍ ښودنه کوي.
 
خو یونیسف په راتلونکي ژمي کې د لا زیاتو ناروغیو د احتمال خبرداری هم ورکوي.
 
په همدې حال کې یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو هم د بې وزلۍ د پراخېدو له امله د راتلونکي سخت ژمي په اړه خبرداری ورکړی دی.


د مطلب کود: 259972

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259972/د-افغانستان-ساړه-ژمی-یونیسف-مرستې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com