دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 260035
د لوړو زده کړو وزارت د نوي سرپرست وزیر معرفي شو
مولوي شیخ ندا محمد ندیم پرون (شنبه، میزان ۳۰) د لوړو زده کړو د نوي سرپرست وزیر په توګه خپله دنده پیل کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي لخوا په یوه غونډه کې مولوي شیخ ندا محمد ندیم د دغه وزارت مسؤلینو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
 
څو ورځې وړاندې مولوي شیخ ندا محمد ندیم د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله له لوري د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
 
په دې کتنه کې چې د يوشمير دولتي مقاماتو، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د معينانو او علمي او فرهنګي شخصيتونو په شتون کې جوړه شوې وه دبهرنيو چارو وزارت اداري معين په خپلو خبرو کې وويل چې د بدلون او تحول لپاره په اداري سیسټم کې یو اصل دی.
 
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د پخواني رئيس مولوي عبدالباقي حقاني د کارونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې هېڅ هېواد له ساينسي علومو او بېلابېلو علومو ته له لاسرسي پرته پرمختګ نه شي کولى.
 
د دغه وزارت اداري مرستیال زیاته کړه، چې په تېرو یوولسو کلونو کې د لوړو زده کړو په برخه کې هېڅ بنسټ نه دی جوړ شوی او اړتیا ده، چې د پوهنې او روزنې او لوړو زده کړو برخو ته پاملرنه وشي.
 
د دغه وزارت اداري مرستیال وویل، چې نصاب د نن ورځې له اړتیاوو سره سمون نه خوري او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه ته پکار ده، چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
 
نوموړي د هېواد د تحصيلي موسسو د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ د خصوصي لوړو زده کړو موسسو له مسوولينو وغوښتل، چې خپل فعاليتونه له نړيوالو معيارونو سره سم تنظيم کړي او د هېواد د ځوانانو زده کړو ته زياته پاملرنه وکړي.
 
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت نوي سرپرست شیخ مولوي ندا محمد ندیم په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د نوموړي د ټاکلو له امله قدرداني وکړه.
 
هغه ژمنه وکړه، چې د هېواد د لوړو زده کړو د ودې په برخه کې به د افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره سم د دغه وزارت له مسؤلینو او کارکوونکو سره په همکارۍ او مشورې کار وکړي.
 
https://avapress.com/vdcbfgb5srhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته